د عامې روغتیا وزارت له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د سرویلانس حمایوي ټیمونو (SST) لپاره درې ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو
دغه پروګرام د سرویلانس سیستم د پیاوړتیا، د روغتیايي معلوماتو د کیفیت لوړولو او د ساري ناروغیو د څارنې، مخنیوي او کنټرول په برخه کې د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه جوړ شوی دی.
د دې پروګرام پرانیست غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی رئیس، مفتي عبدالقدوس هاشمي د سرویلانس حمایوي ټیمونو پر مسؤلیتونو، کاري بهیر او ترسره شویو فعالیتونو خوښي وښوده.
هغه وویل: چې دغو ټیمونو په مرکز او ولایتونو کې د ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د روغتیايي پېښو د تشخیص او د ناروغیو د خپرېدو مخنیوي په برخه کې د پام وړ او اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي، چې د ستاینې وړ دي.
همدارنګه، نوموړي د روغتیايي معلوماتو دقیق، پر وخت او معیاري راټولولو، تحلیل، ثبت او راپور ورکولو ټینګار وکړ.
