د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت له لوري د پوهنې وزارت سره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۹ - ۱۰:۴۳
MOPH

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې مرستیال الحاج مولوي سخاءالله سعید، د کیفیت تضمین مرستیال الحاج مولوي عبدالخالق صادق او د یو شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو ګډون کړی و.

 یاد هوکړه لیک په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو په موخه لاسلیک شو، چې له مخې به یې نالوستې کسان د علم او پوهې له رڼا څخه برخمن شي.

د یادولو وړ ده، چې په دې مراسمو کې د ۲۵ بېلا بېلو وزارتونو او ادارو استازو ګډون کړی و، چې ټولو سره په ادارو کې د نالوستو کسانو لپاره د سواد زده کړې کچې لوړولو تړونونه لاسلیک شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۹
Background image

د غزني او بادغیس ولایتي روغتونونو ته دوه پرمختللي اکسری ماشینونه وسپارل شول

د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام (UNDP) له لوري د ۱۴۴ زره امریکايي ډالرو په ارزښت دوه پرمختللي اکسری ماشینونه پېرل شوي او د غزني او بادغیس ولایتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۴۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د سلیم نیچرل فابریکې اړوند ۳۵۲۰ کیلوګرامه بې‌کیفیته درمل له منځه یووړل شول

یاد درمل چې دوه قلمه وو، یو قلم یې ۱۳ زره او ۳۰۰ بوتله او بل قلم یې ۷ زره بوتله درمل وو، چې د درملو د کیفیت کنټرول لابراتوار د ازموینو پایلو کې بې کیفیته او منفي ثابت شوي وو، د اړوندو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۱۲
Background image

د خوړو او درملو معینیت اداري غونډه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد په مشرۍ د درملو اړوندو برخو رئیسانو، مشاورینو او تخنیکي، حقوقي او اداري متخصصینو سره اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

BACK TO NEWS