د عامې روغتیا وزارت کارکوونکو ته د اړیکو، خطر مفاهمې (Risk Communication) او بهرنیو اړیکو تر سرلیک لاندې درې ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو
دغه پروګرام د عامې روغتیا وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست، د همغږۍ، نړیوالو اړیکو او مرستو انسجام ریاست او ارتقای صحت ډیپارټمنټ د کارکوونکو ظرفیت لوړونې په موخه د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ ترسره شو، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اړیکو، خطر مفاهمې، په بېړنیو حالاتو کې د اړیکو مدیریت، د بهرنیو اړیکو پیاوړتیا، خلکو ته د معلوماتو اغېزمن رسولو او عامه پوهاوي لارو چارو په اړه اړین معلومات وړاندې شول.
په یاد پروګرام کې ګډونوال د اغېزناکو اړیکو له مفاهیمو او مېتودونو، د روغتیايي پیغامونو اغېزمن لېږد، له رسنیو او ټولنې سره د اغېزمن تعامل او د ناروغیو خپرېدو او بېړنیو حالاتو پر مهال د اړیکو مدیریت له اصولو او کړنلارو سره اشنا شول.
