د عامې روغتیا وزارت ګډ نظارتي پلاوي د کونړ او نورستان روغتیايي مرکزونه وارزول
د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي او ګډ نظارتي پلاوي کونړ او نورستان ولایتونو کې له یو شمېر روغتونونو او روغتيايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارتونه ترسره کړل
د دغه نظارتونو پر مهال چې د يادو ولایتونو د عامې روغتيا رئیسانو، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معینیت مشاور او د یونیسف ادارې استازي هم شتون درلود، په يادو ولایتونو کې د وړاندې کېدونکو روغتيايي خدمتونو بهیر، د واکسیناسیون خدمات، د روغتیايي کارکوونکو کړنې، د خدمتونو کیفیت، د موجودو امکاناتو وضعیت، د مور او ماشوم روغتيايي خدماتو، تغذيې او عاجل خدمتونو، لابراتوارونو، درملتونونو او د ثبت او راپور ورکوونې سيستمونو وارزول شول.
د يادو نظارتونو موخه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړول، هېوادوالو ته د معیاري او پر وخت روغتیايي خدمتونو وړاندې کول او په روغتیايي سکتور کې د شفافیت پیاوړتیا ده؛ څو شته ستونزې حل، د روغتيايي خدمتونو کیفیت لوړ، د خلکو لازمه درملنه ترسره او او روغتيايي اړتياوې يې پوره شي.
د ترسره شويو نظارتونو پر مهال د روغتیايي مرکزونو مسئولینو او کارکوونکو خپلې ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه له ذکر شوي پلاوي سره شریک کړل او د مسئولینو له لوري ورته د ستونزو حل او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
همدارنګه، ولايتي مسؤلينو دغه ډول نظارتونو د روغتیايي خدمتونو کیفیت لوړولو، د خلکو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو او د ستونزو پر وخت تشخیص او حل برخه کې مهم وبلل.
