د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې په هېواد د نیمه تکمیل شویو روغتیايي پروژو د چارو بشپړېدو په موخه له اړوند مسؤلینو سره ناسته ترسره کړه
په دې ناسته کې چې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده هم شتون درلود د نیمه تکمیل شویو روغتیايي پروژو د چارو بشپړېدو په موخه له اړوند مسؤلینو سره بحث او خبرې ترسره شوې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ټولو نیمه تکمیل شویو روغتیايي پروژو او تعمیراتو د چارو پر بشپړېدو ټینګار وکړ او په همدې موخه یې د اړوندو مسؤلینو وغوښتل، چې د یادو پروژو د چارو د تکمیل کیدو لپاره له ټولو ممکنه لارو کار واخلي تر څو ژر تر ژره یادې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
چې د یادو پروژو په تکمیل کیدو سره به د ډیرو اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه ترسره شي.