د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې د مشر لیدنه؛ د پولیو د بشپړ محوې پر لارو چارو بحث وشو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۹:۴۹
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې اړوند د ختیځې مدیترانې حوزې له مشر، ښاغلي ډاکتر حامد رضا جعفري او مل پلاوي سره لیدنه تر سره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا نړیوال سازمان د فعالیتونو تازه راپور، د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د څرګندونو پر بنسټ د ګډ پروګرام ارزونې، د پولیو ناروغۍ د محوې، د روغتیایي کارکوونکو د پولیو د تشخیص برخه کې روزنې او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو اړوند بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په هېواد کې په بشپړه توګه د پولیو ناروغۍ له منځه وړل خپل لومړیتوب وباله او ویې ویل، په سیمه کې د پولیو لیګیسي چیلنج اړوند بودیجه باید د روغتیايي خدمتونو په لومړیتوبونو مصرف شي؛ تر څو ټولو هېوادوالو ته اړین روغتیايي خدمات وړاندې او د پولیو په څېر ساري ناروغیو څخه مخنیوی وشي.

ښاغلي وزیر همداراز د پولیو واکسین کمپاین په کیفیت او په اغېزمنه توګه د هغه په تطبیق خبرې وکړې او د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤلینو یې وغوښتل، چې دې برخې ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان استازو د پولیو د اغېزمن تطبیق برخه کې د بشپړې پاملرنې او بېلا بېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS