د عامې روغتیا وزیر تخار ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه
![MOPH](/sites/default/files/2024-05/whatsapp_image_2024-05-16_at_10.06.50_f2c7aa10.jpg)
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد تخار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو له اوسېدونکو څخه له نږدې لیدنه ترسره کړه
په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د عامې روغتیا وزرات رهبري به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او کوښښونو درېغ ونه کړي.
له بل لوري د تخار ولایت مخورو او مشرانو د عامې روغتیا وزیر او ورسره مل پلاوي سفر دې ولایت ته د زیانمنو شویو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته د رسېدنې په موخه وستایه او مننه یې ورڅخه وکړه.