د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر سره ولیدل

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۱۰:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د UNFPA سازمان له مشر، ښاغلي کوابینا اسانتي سره د هیواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي ځالو جوړېدو، د جوړو شویو روغتیايي ځالو د خدمتونو پر پراخوالي د ګرځنده روغتیايي ټیمونو د خدماتو پر څرنګوالي او کیفیت ، د روغتیايي پرسونل په ارتقاء ظرفیت، د مور او ماشوم لپاره د ځانګړو روغتیايي خدماتو د پراخوالي په موخه لیدنه ترسره کړه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یاد سازمان له استازو سره د خپلو خبرو په ترڅ کې د لا نورو نویو روغتیايي ځالو جوړولو، د خدماتو پر پراختیا او راتلونکي کې د لرې پرتو سیمو اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدماتو برابرول اړین وګڼل ، تر څو د  لرې پرتو سیمو اوسېدونکو  ته روغتیايي خدمات ورسول شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS