د عامې روغتیا وزیر د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر، ښاغلي رفعت جمال سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د (UNHCR) سازمان له مشر، ښاغلي رفعت جمال سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې له نورو هېوادونو څخه د بېرته راستنېدونکو کډوالو لپاره د روغتیايي چوپړتیاوو برابرولو، په راستانه شویو هېوادوالو کې د روغتیایي زده کړو څخه فارغو شویو مسلکي کسانو ته د روزنیزو برنامو رامنځته کولو، کډوال مېشتو سیمو کې د روغتیايي مرکزونو جوړولو، د عمومي روغتونونو او (UNHCR) سازمان له لوري د جوړو شویو روغتیایي مراکزو پر عصري کولو، د راستنېدونکو هېوادوالو ترمنځ د ساري ناروغیو پر مخنیوي، دې برخې ته د لا زیاتې پاملرنې او په لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپلو خبرو کې د افغانستان روغتیایي سیستم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو بنسټونو همکاري اړینه وبلله او د یادې ادارې له مشر یې غوښتنه وکړه، چې د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د معیاري روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي، ترڅو په منظمه توګه هېواد ته د بېرته راستنېدونکو کسانو روغتیايي خدماتو ته لاسرسی پیدا او ستونزې یې راکمې شي.

بل لور د (UNHCR) مشر په افغانستان کې روغتیايي برخې سره خپلو دومداره همکاریو ته په اشارې د بېرته راستنېدونکو لپاره د هر اړخیزو روغتیايي خدماتو تر څنګ پر لویو لارو کې د بېړنیو روغتیايي مرکزونو جوړولو او د کډوالو ترمنځ د مسلکي کسانو لپاره د ظرفیت لوړونې او د دوۍ د ګمارنې اړوند طرحې په تائید د لا زیاتې همکارۍ ډاډ څرګند کړ، چې په وینا یې په دې برخو کې به خپله لازمه همکاري ترسره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د بامیان ولایت کې د امبولانس ۲۴ خدمتونه فعال شول

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت بامیان ولایت ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت عامې روغتیا ریاست کې د بامیان امبولانس ۲. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۴۲
Background image

د ننګرهار ولایت روغتیايي علومو انسټېټیوټ د طبي ټکنالوژۍ ساینس لب ترمیم او ګتې اخیستنې ته وسپارل شو

د یاد انسټېټیوټ د طبي ټکنالوژۍ ساینس لب لپاره د طبي توکو او وسایلو د پېرلو سربېره دغه برخه د ټولو معیارونو اړوند ترمیم او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې ورسره به د اړوندو محصلینو ټولې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۳۸
Background image

د یو شمیر ولایتونو روغتیایي کارکوونکو ته د (DHIS2) ملي اپلیکیشن په اړه درې ورځنی ټرینینګ ورکړل شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې عمومي ریاست اړوند د روغتیايي معلوماتو د اداري سیستم (HMIS) آمریت له لوري د مرکز کابل، غزني، دایکندي او بامیان ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته د. . .

BACK TO NEWS