د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې سره ولیدل
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې اغلې حنان البلخي او د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان مسؤول ډاکټر جمشید تنولي سره د روغتیا برخه کې د همکارۍ ، روغتیايي خدماتو پر معیاري کولو او ساري ناروغیو سره د مبارزې اړوند انلاین مجلس تر سره کړ!
ښاغلي وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له مسؤولینو د روغتیايي خدماتو پر پراختیا ، شفافیت او معیاري کولو د همغږۍ او ګډې همکارۍ غوښتنه وکړه تر څو وکولای شو په معیاري شکل ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړو.