د عامې روغتیا وزیر د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر سره لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۶ - ۱۴:۲
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي سعودي هېواد ته د سفر په لړ کې د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر، ښاغلي ډاکټر ټیډروس سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو همکاریو په راجلبولو ، د پولیو او ورته نورو ساري ناروغیو سره د مبارزې په غښتلتیا، د هېواد په سپینو سیمو کې د روغتیايي خدماتو برابرولو، په نړیوالو روغتیایي کنفرانسونو او ناستو کې د عامې روغتیا وزارت د استازو پر ګډون او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د خپلې وینا پر مهال وویل: "  د اسلامي امارت له واکمنېدو راپدېخوا مونږ هڅه کړې، چې له خپلو داخلي سرچینو د روغتیايي سیستم تمویل زیات او لا یې غښتلی کړو، هڅه کوو چې د ولسوالیو په کچه روغتیایي سیستم غښتلی کړو، په تدریجي ډول د روغتیا سکتور د ځان بسیاینې لور ته یوسو او هغه څه چې د ولسونو لپاره اړین دي تر سره کړو".

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۴۶
Background image

په کابل کې د هوا ککړتیا د کمولو په موخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

BACK TO NEWS