د عامې روغتیا وزیر د غزني د سیمه ییز روغتون له نوې جوړیدونکې ودانۍ څخه لیدنه وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي غزني ولایت ته د سفر په ترڅ کې د سیمه ییز روغتون له نوې جوړېدونکې ودانۍ څخه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د غزني د عامې روغتیا رئیس او یو شمیر نورو مسؤلینو یې هم ملتیا کوله د سیمه ییز روغتون بېلابېلې برخې یې له نږدې ولیدې.
ښاغلي وزیر د یادې لیدنې پرمهال مسئولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د یاد روغتون د پاتې چارو، چې شاوخوا ۹۰ سلنه یې بشپړې شوي ژر پای ته ورسوي؛ ترڅو ولسونو ته په روغتیايي خدماتو کې لا اسانتیاوې رامنځته شي.