د عامې روغتیا وزیر د پکتیا ولایت د سیمه ییز روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۱۱:۵۹
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د دې ولایت د سیمه ییز روغتون له خدمتونو لیدنه وکړه

په دې لیدنه کې ښاغلي وزیر د ټولو روغتیايي څانګو د خدمتونو څخه د لیدنې برسېره د بستر ناروغانو احوال واخیست او د خدمتونو د بهیر په اړه یې له هغوۍ وپوښتل.

نوموړي همدارراز د یاد روغتون د تشکیل، درملو او تخصصي برخه کې د ستونزو د حل ډاډ څرګند کړ او روغتیايي پرسونل ته یې د معیاري خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۴:۳۴
Background image

لغمان ولایت کې د خصوصي روغتیایي سکتور څخه نظارت تر سره شو

د لغمان عامې روغتیا ریاست روغتیايي قوانینو د تطبیق او څارنې آمریت په بابا کمپ سیمه کې له خصوصي روغتیايي سکتور څخه نظارت په پایله کې ۱۴ قلمه له نېتې تېر او بې کیفیته درمل راټول او اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
Background image

۳۰۰ تنو بولاني پخونکو ته د خوړو خوندیتوب په اړه درې ورځنی روزنیز سیمینار پیل شو

یاد سیمینار د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له لوري د کابل ښار سرک غاړې خوراکي توکو پلورنکو (بولاني پخونکو) ته پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي او ګډونوالو به په کې د خوړو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۴ - ۱۱:۶
Background image

د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ بورډ ناسته ترسره شوه

یاده ناسته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د وزارت مرستیالانو او رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په کې د تېرو ناستو د پرېکړو، اکمال تخصص برنامې پخوانیو فارغانو. . .

BACK TO NEWS