د عامې روغتیا وزیر د ځاځي اریوب ولسوالۍ روغتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې کې د ځاځي اریوب ولسوالۍ روغتون څخه لیدنه وکړه
په دې لیدنه کې چې د پکتیا والي، ملا مهرالله حماد یې هم ملتیا کوله د یاد روغتون د ټولو روغتیايي برخو د خدمتونو وړاندې کېدو بهیر یې له نږدې ولید، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېده او د بشپړ حل ډاډ یې څرګند کړ.
ښاغلي وزیر، همداراز په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت ښه والي په اړه وویل، موږ هڅه کوو؛ چې د هرې ممکنې لارې په ټول هېواد کې روغتیايي خدمتونه معیاري او د هېواد ټولو اوسېدونکو ته د روغتیا په برخه کې غوره خدمتونه وړاندې کړو.