د عامې روغتیا وزیر د چارو د لا ښه والی په موخه له عمومي ریسانو او مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۸ - ۸:۵۰
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د روغتیايي سیستم د پرمختګ ، د مرستو د تنظیم پر شفافیت او اسانتیا ، د روغتیايي لګښتونو د ارزونې ، د تطبیق کوونکو مؤسسو اړوند په روغتیايي خدماتو کې د ستونزو او په روغتیايي سکتور کې د عامه مشارکت اړوند د عامې روغتیا وزارت له عمومي ریسانو او مسؤولینو سره ناسته تر سره کړه.

ښاغلي وزیر د مجلس ګډونوالو ته د روغتیايي سیستم د پرمختګ لپاره د هر ډول مشروع هڅو او کوښښونو سپارښتنه وکړه او په وینا یې د ولسونو لپاره د غوره روغتیايي خدماتو برابرولو لپاره باید لا زیاتې هڅې تر سره او ولسونو ته اسانتیاوې برابرې شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت له لوري د ۴۰ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون د نیمه پاتې ودانۍ د جوړولو چارې بیا پیل شوې

په همدې مناسبت جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي، د وزارت مرکزي رئیسانو، د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون مسئولینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۵
Background image

هلمند ولايت کې د ۷۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د درېو روغتیايي مرکزونو د جوړېدو چارې پیل شوې

ياد مرکزونه به د روغتیايي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ، د زرګونو اوسېدونکو لپاره د درملنې اسانتیاوې هم برابرې کړي او همدارنګه، د هلمند د عامې روغتیا رئیس ډاکټر نقیب‌الله فاتح وويل: دغه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۲:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي په کابل کې د برچي ۱۰۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

د دې لیدنې په ترڅ کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د یاد روغتون بېلابېلې څانګې وکتلې، د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو بهیر، د ناروغانو د درملنې وضعیت، د درملو او طبي تجهیزاتو. . .

BACK TO NEWS