د عامې روغتیا وزیر له هزاره او غارو کلیو څخه لیدنه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۶ - ۹:۱
MOPH

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي بغلان ولایت د سفر په ترڅ کې د ګذرګاه ولسوالۍ اړوند، له هزاره او غارو کلیو څخه چې د وروستیو سېلابونو له امله یې اوسېدونکې زیانمن شوې لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد  د سېلابونو له امله د زیانمنو شویو سیمو څخه د نږدې لیدنې او د ولسونو سره د غم شریکۍ سربېره ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزرات به په دې ولایت کې د زیانمنو شویو سیمو اوسېدونکو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له هیڅ ډول هڅو او کوششونو دریغ ونه کړي.

د  عامې روغتیا وزیر همداراز د په بغلان ولایت کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته د روغتیا په برخه کې د روغتیايي کارکوونکو د هڅو او کوښښونو مننه وکړه او مسؤلینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې په هزاره او غارو سیمو کې د وروستیو سېلابونو له امله د زیانمنو شویو هېوادوالو روغتیايي حالت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۳۱
Background image

خوست ولایت کې له خصوصي روغتیایي سکتور، هوټلونو، د خوراکي توکو پلورنځیو او تولیدي کارخونو څخه نظارت ترسره شوی

یاد نظارت د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري ترسره شوی، چې پایله کې یې د درملو یو عمده پلورنځی او ۲۳ درملتونونه د فارمسست نه شتون له امله وتړل شول.

همدارنګه، ۱۶۵. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۱
Background image

خوست ولایت کې ۵۰ ټنه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل، خوراکي او طبي توکي له منځه یووړل شول

یاد درمل، خوراکي او طبي توکي د خوست عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري په عقرب، قوس، جدي او دلوې میاشت کې له خصوصي روغتیایي سکتور او د خوراکي توکو پلورنځیو څخه راټول شوي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۴:۴۲
Background image

تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه،. . .

BACK TO NEWS