د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې سره لیدنه تر سره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۵۳
MOPH

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې، اغلې روسیلا میکیو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د ایمرجنسي روغتونونو له لوري پر وړاندې کېدونکو خدماتو د خبرو سربېره د ظرفیت لوړونې برخه کې د لنډ مهاله او اوږدمهاله برنامو په لاره اچولو، د شته روغتیايي خدماتو پر پراختیا، معلولیت لرونکو ناروغانو لپاره د خدماتو برابرولو او په ایمرجنسي روغتونونو کې د تخصصي برنامو د پیل اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د افغانستان روغتیايي برخې د پیاوړتیا لپاره د نړیوالو روغتیايي ادارو مرسته اړینه وبلله او د روغتیايي خدماتو د پراختیا ترڅنګ یې د افغان روغتیايي پرسونل لپاره د ظرفیت لوړونې برنامو برخه کې د یادې ادارې له عمومي مشرې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لور د یادې ادارې عمومي مشرې د خپلې وینا پر مهال وویل: "موږهڅه کوو، چې د روغتیا په برخه کې پر اساسي او دوامداره کار برسېره خپل خدمات لا پراخه کړو، ژمن یو چې د نړیوالې ټولنې په مرسته روغتیا وزارت سره په دغه برخه کې لا زیات همکاران را جلب او شته ستونزې حل کړو".

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې سره لیدنه تر سره کړه

د افغانستان اسلامې امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د ایمرجنسي ادارې له عمومي مشرې، اغلې روسیلا میکیو سره لیدنه ترسره کړه

په دې لیدنه کې په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۴:۴۱
Background image

په لغمان ولایت کې د حفظ الصحې په موخه قصابانو ته لازمې سپارښتنې وشوې

د لغمان عامې روغتیا ریاست، د چاپيرالا ساتنې روغتیایي مدیریت ټیم،  د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې له (٤٠) بابه قصابیانو څخه څارنه کړې، چې پرمهال یې مسئولینو ته د روغتیایي تعلیماتو. . .

BACK TO NEWS