د عامې روغتیا وزیر په خپل کاري دفتر کې د یونیسف او روغتیا د برخې له تمویلوونکو ادارو له استازو سره ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۱:۵۱
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د یونیسف او روغتیا د برخې له تمویلوونکو ادارو له استازو سره ناسته ترسره کړه

په دې ناسته کې، چې د څېړنې او ارزونې ریاست مسؤلینو هم شتون درلود، له لوري یې په ولایاتو کې د لومړنیو (BPHS) او اړینو (EPHS) خدماتو د ارزونې پایلې د چمتو شوي پریزینټیشن په ترڅ کې د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ سره شریکې شوې.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي ناروغانو ته په معیاري توګه د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول د عامې روغتیا وزارت دنده وبلله او په همدې موخه یې روغتیايي مرکزونو ته پر وخت د درملو رسول، په مراکزو کې د اړینو طبي تجهیزاتو شتون او ترمیم، روغتیايي پرسونل ته د ریفریشر روزنیزو ټریننګونو  ورکول او د مسلکي پرسونل ګمارل اړین یاد کړل او د یونیسف او تمویل کوونکو ادارو له استازو یې وغوښتل، چې دې برخو ته لا زیاته پاملرنه وکړي.

 

بل لور د یونیسف او تمویلوونکو ادارو د استازو له لوري په یادو برخو کې د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ ته د لا زیاتې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۵:۴۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ معینیت کې د EPHS او BPHS روغتیایي کڅوړو د بیاکتنې په موخه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د معینیت مشاورینو، یو شمېر مرکزي رئیسانو، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۲:۱
Background image

ننګرهار او بلخ ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او خوراکي توکو پلورنځیو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د څارنې او پلټنې نظارتي ټیمونو له لوري تر سره شو، پایله کې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ او دوهمه ناحیه کې له یو شمېر. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۱۱:۴۴
Background image

د بلخ ولایت عامې روغتيا ریاست له لوري په ابو علي سينا بلخي حوزوي روغتون کې په عصري وسایلو سمبال د جدي پاملرنې (ICU) څانګه پرانېستل شوه

دغه څانګه د عامې روغتيا وزارت په هڅو او د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (UNDP) په مالي ملاتړ د ۱.۶ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه، چې په فعالیت سره به. . .

BACK TO NEWS