د عامې روغتیا وزیر په ننګرهار ولایت کې د سیمه ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه
د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نورجلال جلالي او ورسره مل پلاوي یې ننګرهار ولایت ته د سفر پرمهال د سیمه ییز تخصصي روغتون ټرینر متخصصینو سره د دوی د ستونزو حل په موخه ناسته وکړه.
په دغه ناسته کې د سیمه ییز روغتون ټرینر متخصصینو عامې روغتیا وزیر ته د ښه راغلاست وویلو او هم یې د روغتون خدماتو ښه والي په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې چې په کې د ظرفیت لوړېدو په موخه د برنامو برابرېدو، پرسونل ډیریوالي او طبي وسایلو غوښتنې شاملې وې.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي، مولوي نور جلال جلالي په یاده ناسته کې د ټرینر متخصصینو تر وړاندیزونو او غوښتنو اوریدو وروسته له دوۍ مننه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې یې د غوره روغتیایي خدماتو وړاندې کولو تر څنګ بېلابېلو برخو کې سلګونه متخصصین تر روزنې وروسته ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې کړي.