د عامې روغتیا وزیر په پکتیا کې د ۱۳۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د دوو روغتیايي پروژو پرانيسته وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۳۸
MOPH

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي پکتیا ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په سیمه ييز روغتون کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د سي ټي سکن څانګې او په سیدکرم ولسوالۍ کې د ۷۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده.

په همدې موخه جوړو شويو مراسمو کې يو شمېر مرکزي رئيسانو، قومي مخورو، د یو شمېر ولايتي ادارو مسؤلينو او روغتيایي کارکوونکو ګډون کړی و.

 همداراز، د سي ټي سکن څانګې لپاره ځانګړې شوې ودانۍ پرانیستل شوه او د بودیجې له منظورېدو وروسته به یاده څانګه په نږدې راتلونکي کې په اړینو وسایلو سمبال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د عامې روغتیا وزیر په خپلو خبرو کې وویل: ژمن یو چې خپل ولس ته خدمت وکړو او هېڅ ډول ستړیا زموږ د دې ژمنې مخه نه شي نیولی. هغه د روغتیا په برخه کې شته پرمختګونو ته په اشارې زياته کړه، هڅه مو دا ده چې په ټول هېواد کې پر ځان بسیا روغتیايي خدمتونه رامنځته شي.

ښاغلي وزير، د یادو پروژو پرانیسته د روغتیايي خدمتونو د ځان بسیاینې پر لور مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، چې په نږدې راتلونکي کې به د روغتیا په برخه کې د لا زیاتو پرمختګونو شاهدان اوسو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۰
Background image

د کونړ ولایتي روغتون سره د ۷.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري وشوه، چې موخه يې د اسعدآباد ولایتي روغتون د اړتیا وړ طبي او غیرطبي توکو برابرول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو لپاره د لا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

علي جناح روغتون ته د پښتورګو د ډیالیز ۱۵۰ بستې بشري مرسته وسپارل شوه

ياده مرسته د افغان کلزر سکای شرکت له لوري شوې وه، چې د سپارلو په موخه جوړو شویو مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

پکتیا کې د درملو خوندیتوب او څارنې په برخه کې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د درملو د خوندیتوب او څارنې (فارماکوویجیلانس) په اړه درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه.

په دغې روزنيزه دوره کې. . .

BACK TO NEWS