پکتیا کې د درملو خوندیتوب او څارنې په برخه کې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
MOPH

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د درملو د خوندیتوب او څارنې (فارماکوویجیلانس) په اړه درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه.

په دغې روزنيزه دوره کې د دولتي او خصوصي روغتونونو او کلینیکونو یو شمېر روغتیايي کارکوونکو ګډون کړی و، چې د درملو د ناوړه عوارضو د پېژندنې، راپور ورکولو او مدیریت، د درملو د خوندیتوب او د درملو د معقول استعمال په اړه یې زده کړې ترلاسه کړې.

همدارنګه، د درملو د ناوړه عوارضو د راپور ورکولو بهیر د پیاوړتیا په موخه، روغتیايي مرکزونو ته د راپور ورکولو فورمې او د حساسیت کارتونه هم ووېشل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۱۰
Background image

د کونړ ولایتي روغتون سره د ۷.۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د طبي او غیرطبي توکو مرسته وشوه

یاده مرسته د سره صلیب نړیوالې کمېټې له لوري وشوه، چې موخه يې د اسعدآباد ولایتي روغتون د اړتیا وړ طبي او غیرطبي توکو برابرول، د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه والی او د ناروغانو لپاره د لا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۸
Background image

علي جناح روغتون ته د پښتورګو د ډیالیز ۱۵۰ بستې بشري مرسته وسپارل شوه

ياده مرسته د افغان کلزر سکای شرکت له لوري شوې وه، چې د سپارلو په موخه جوړو شویو مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

پکتیا کې د درملو خوندیتوب او څارنې په برخه کې درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د پکتیا ولایت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې د درملو د خوندیتوب او څارنې (فارماکوویجیلانس) په اړه درې ورځنۍ ښوونیزه دوره ترسره شوه.

په دغې روزنيزه دوره کې. . .

BACK TO NEWS