د غزني سیمه ییز روغتون د جوړولو چارې په چټکۍ سره رواني دي

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۲:۵۹
moph

د غزني ولایت سیمه ييز روغتون د جوړولو چارې د ۴۹ میلیونه افغانیو په لګښت په چټکۍ سره روانې دي او تمه ده، چې د راتلونکو دوو میاشتو په موده کې د روغتون د ودانیزو چارو لویه برخه بشپړه شي.

همداراز، د دغه روغتون لپاره اړین روغتیايي او طبي تجهیزات هم برابر او د روغتون ساحې ته انتقال شوي دي، چې په دغو تجهیزاتو کې د سي‌ ټي‌سکن (CT Scan) ماشین او نور اړین طبي تجهیزات شامل دي.

د يادونې وړ ده، چې د دغه روغتون په فعالېدو سره به د غزني ولایت اوسېدونکو لپاره روغتيايي خدمات لا معياري او پراخه شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۵
Background image

د روغتونونو د مدیریت په برخه کې ۶ ورځنۍ روزنيزه دوره پیل شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري د روغتونونو د مدیریت په برخه کې د مرکزي او ولایتي روغتونونو د مدیریتي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه ۶ ورځنی ورکشاپ پیل شو.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۱۳:۱۳
Background image

په کابل ښار کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره شو

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې ریاست د سنبلې میاشتې په ترڅ کې د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې د درملو له ۷۵ وارداتي شرکتونو څخه نظارت تر سره کړ، چې له ډلې یې ۶۷ شرکتونه د معیاري. . .

BACK TO NEWS