د قابلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

Panah_moph
یکشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۵ - ۱۶:۴۰
د قابلو نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه

یکشنبه، ثور ۲۵/ ۱۴۰۱

د قابلو نړیواله ورځ د سل کلن پرمختګ تر شعار لاندې د کابل سرینا هوټل کې د ملي او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون په یوه غونډه کې ولمانځل شوه.

په دې غونډه کې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي محمد اسحق صاحبزاده، د پالیسۍ او پلان مرستیال ډاکټر محمد حسن غیاثي، د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال ډاکټر حبیب الله آخندزاده، د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او داسلامي امارت وياند ذبیح الله مجاهد ، په افغانستان کې د قطر هېواد سفیر، ملي او نړیوالو بنسټونو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري مرستيال د قابلو نړیوالې ورځې په مناسبت ټولو افغانو قابلو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې د روغتیا وزارت رهبري په ټولنه کې د میندو د مړینې په ټيټولو کې د قابلو رول مهم ګڼي او د عامې روغتيا وزارت د لا زیاتو اسانتیاو د برابرولو لپاره کار کوي.

مولوي اسحق صاحبزاده زياته کړه، چې تر اوسه شاوخوا ٣٤٨٢٥ قابلې په هېواد کې له عامې روغتيا وزارت سره ثبت دي، چې ٦٠٣٣ تنو ته يې په هېواد کې د کار زمينه برابره شوې، چې له دې جملې څخه ٤٤٨ يې د مديريت په برخه کې او ١٣٧٠ نورې يې د مسلکي وړتيا لوړولو په برخه کې په کار بوختې دي .

همدارنګه د دې غونډې په دوام کې د اسلامي امارت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد په هیواد کې د میندو او ماشومانو د ژوند ژغورلو په برخه کې د افغان قابلو د کار او هلو ځلو له امله مننه او قدرداني وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې په هیواد کې د میندو او ماشومانو د ژوند د ښه والي په برخه کې لازمې هلې ځلې وشي.

همدارنګه ښاغلي مجاهد د افغانستان د روغتیا په برخه کې د قطر هيواد له همکارۍ مننه وکړه او د عامې روغتیا وزارت له مشرتابه یې وغوښتل چې د قابلو لپاره د حرفوي زده کړو، د افغان قابلو د پوهې د کچې د لوړولو او مالي امتيازاتو په برخه کې د لا زیات کار زمینه برابره او د اسلامي امارت رهبري چې ورته ژمن وي چمتو کړي.

له بلې خوا په افغانستان کې د قطر هيواد سفیر ښاغلي سعید بن مبارک الخیارین افغان قابلو ته د قابلې د نړیوالې ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چې قطر هيواد د قابله ګانو د روزنې په ګډون د قطر د سرې میاشتې له لارې له افغانستان سره په مختلفو ولايتونو کې زیاتې مرستې کړې دي.

دغه راز په افغانستان کې د قطر سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام په ځانګړي ډول د روغتیا په برخه کې ټینګار وکړ او ویې ویل، هېواد یې چمتو دی چې د افغانستان له روغتیايي سکتور سره لازیاتې مرستې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۲:۴۱
Background image

عامې روغتیا وزارت د مېندوارۍ روغتیا او کورني تنظیم خدمتونو د پراختیا لپاره له AFGA سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري په کابل، کاپيسا، لوګر، سمنګان، بلخ، جوزجان، سرپل، هرات، غزني او پکتيکا ولایتونو کې د روغتيايي ځالو، ثابتو روغتيايي مرکزونو، سيارو ټيمونو او د درملو ګودامونو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د چاپېریال روغتیا ریاست په کابل کې له مخابراتي شرکتونو د وړانګو خوندیتوب نظارت ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د چاپیریال روغتیا ریاست د وړانګو خوندیتوب امريت له لوري د کابل ښار په ۱۰مه ناحیه کې له مخابراتي شرکتونو څخه نظارت ترسره شو

د یاد نظارت په ترڅ کې اړوندو مسؤلینو ته د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱ - ۱۱:۲۴
Background image

د عامې روغتیا وزارت او د ترکیې سفیر د روغتیايي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

د عامې روغتيا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني په اتاترک ملي او تخصصي روغتون کې د افغانستان لپاره د ترکیې هېواد له سفیر، سادين آی يلدز سره د. . .

BACK TO NEWS