د لغمان ولایتي روغتون څخه نظارت تر سره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۰ - ۱۰:۳
MOPH

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د طبي شورا لوی رئیس ډاکټر فقیر محمد زیار او مل پلاوي لغمان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د مهترلام ولایتي روغتون څخه نظارت تر سره کړ

د دې نظارت موخه د روغتیايي خدماتو د کیفیت ارزونه، د ناروغانو احوال اخیستل، د کارکوونکو له چارو څخه لیدنه او د دې روغتون د موجوده ستونزو او اړتیاوو په نښه کول وو.

د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي د ولایتي روغتون د مسلکي ټیم د هڅو ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د عامې روغتیا وزارت به د دې روغتون د لا ښه والي لپاره د اسانتیاوو او تخنیکي ملاتړ زمینه برابره کړي.

دغه راز، د لغمان د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر سمیع الله عابد نیازي د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ څخه د دې نظارت او پاملرنې په موخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې ور سره شریک شوي وړاندیزونه به ډېر ژر عملي کړي؛ تر څو د لغمان خلکو ته غوره او با کیفیته روغتیایي خدمات وړاندې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS