د لومړي ځل لپاره سمنګان ولایتي روغتون کې د ۵۰۰ میلی‌امپیر ايکسری (X-Ray) ماشین نصب او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۴:۲۷
moph

دغه ماشین د عامې روغتیا وزارت له بودجې څخه اخیستل پېرل شوی او د تشخیصيه خدماتو د پیاوړتیا، د روغتون اساسي اړتیاوو پوره کولو او د روغتیایي خدمتونو د کیفیت ښه والي په موخه دې روغتیايي مرکز ته سپارل شوی دی.

دا ۵۰۰ میلی‌امپیره ایکسری ماشین د دقیق انځور اخیستنې وړتیا لري او د ناروغانو د خوندیتوب معیارونه په کې پام کې نیول شوي دي، چې د ناروغیو په ښه تشخیص او د درملنې بهیر په چټکتیا کې مهم رول لري او د سمنګان ولایت د روغتیایي خدمتونو لوړوالي برخه کې یو اغېزمن ګام بلل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
Background image

د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د کارکوونکو د مسلکي او اداري ظرفیتونو لوړولو په موخه دوه جلا روزنیزې دورې ترسره شوې

په دغو روزنیزو دورو کې د داخلي تفتیش ریاست، چاپېریال روغتیا ریاست، د روږدو درملنې ملي برنامې او د نرسنګ او قابلګۍ شورا د تنظیم ریاستونو ۲۲ اداري کارکوونکو ته دوه ورځنۍ اداري روزنیزې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۴:۴۷
Background image

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي د اندراګاندي تخصصي روغتون له یو شمېر څانګو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتيا وزير د روغتون له نرسري وارډ، د پذیرش څانګې او HDU څانګې څخه لیدنه وکړه او د یادو څانګو عمومي وضعیت، د خدمتونو وړاندې کولو بهیر او شته امکانات یې له نږدې وارزول.

د عامې. . .

BACK TO NEWS