د لوګر ولایت روغتیایي مرکزونو سره د ۳۰ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي تجهیزات مرسته وشوه

یاده مرسته د کف (CAF) مؤسسې له لوري وشوه، چې په کې د اکسیجن بالونونه، سونوګرافي ډوپلر، د ناروغانو مانیټرونه، د عملیاتو سیټونه، لابراتواري وسایل، مېزونه او څوکۍ شاملې دي.
د لوګر د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر محمد زرک ځیرک دغه تجهیزات د روغتیایي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره مهم وبلل او له ډاکټرانو څخه یې وغوښتل، چې ترې مؤثره ګټه واخلي.
همدارنګه، د CAF مؤسسې د ولایتي دفتر مسؤل، ډاکټر آصف امید د دې بنسټ د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې یاد وسایل به ډېر ژر اړوندو مرکزونو ته ووېشل شي.