د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۶:۵۸
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت له لوري د مور په شیدو د تغذيې نړیوالې اوونۍ نمانځغونډه ( د تشې ډکول د مور په شیدو د تغذیې ملاتړ د ټولو لپاره) تر شعار لاندې د ځانګړو مراسمو پرمهال ترسره شوه.

په دې مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني، د زراعت وزارت مسلکي مرستیال ، د عامې روغتیا وزارت د یوشمېر ریاستونو رئیسانو، د یونیسیف او خوړونړیوال پروګرام(WFP) استازو ګډون کړی و.

یاد پروګرام کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونووړاندې کولو مرستیال ښاغلي، مولوي عبدالولي حقاني د مور شیدو پر اهمیت د هراړخیزې وینا ترڅنګ ماشومانو ته د مور د شیدو په ورکولو ټینګار وکړ.

ښاغلي حقاني وویل: عامې روغتیا وزارت په دې برخه کې په خپلو هلو ځلو سره د نړیوالو علمي مراجعو په استناد ملي پروتوکولونه رامنځته کړي دي چې د دې  وزارت مقرارت او ملي لارښودونه د مور د شیدو په واسطه د تغذیې د تقویې اړوند لارښودنې له ځانه سره لري.

دغه راز په دې پروګرام کې د رسنیزې اعلامیې خپرولو  تر څنګ په یاده برخه کې ګډونوالو ته د عامه پوهاوي په موخه ترتیب شوی پریزنټیشن وړاندې شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۴ - ۸:۴۸
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ بورډ شلمه ناسته تر سره شوه

دا ناسته چې د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ، د وزارت د مرستیالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، ترکیې هېواد ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال. . .

BACK TO NEWS