د میدان وردګ ولایت له روغتیايي خدمتونو څخه څارنه ترسره شوه
د عامې روغتیا وزارت د څارنې او ارزونې ریاست له لوري د میدان وردګ ولایت له روغتیايي خدمتونو څخه څارنه ترسره شوه د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د څارنې او ارزونې رئیس، ښاغلي ډاکټر کریم الله حلیمي او ورسره او ورسره مل ټیم د میدان وردګ ولایت د دولتي او خصوصي روغتونونو له روغتیايي خدمتونو څخه څارنه ترسره او اړوندو مسئولینو ته یې د معیاري روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې ترسره کړې.