د میدان وردګ ولایت په لرو پرتو سیمو کې شپږ روغتیايي مرکزونه پرانیستل شو
![mm](/sites/default/files/2024-02/whatsapp_image_2024-01-31_at_4.21.05_pm.jpeg)
دغه روغتیايي مرکزونه د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په نرخ، سید آباد، جغتو، چک، دایمیرداد او بهسود ولسوالیو کې پرانیستل شو، چې په مرسته به یې د سیمې اوسېدونکو روغتیايي ستونزې تر ډېره حل شي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روغتیايي مرکزونه د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري په ځانګړو شوو کورونو کې پرانیستل شو، چې په نېږدې راتلونکي کې به ورته د عامې روغتیا وزارت له لوري معیاري ودانۍ جوړې شي.