د ننګرهار عامې روغتیا ریاست له لوري د ټولنې روغتیايي رضاکارانو ته ۱۵ ورځنی ټرینینګ پیل شو
دغه ټرینینګ د (MSI) مؤسسې په مالي همکارۍ د ټولنې روغتیايي رضاکارانو (CHW) د ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو چې پنځلس ورځې به دوام ولري.
یاد ټرینینګ کې به روغتیايي رضاکارانو ته د عامه پوهاوي، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو د لیږد په لارو چارو او نور برخو کې زده کړې ورکړل شي.