د نیمروز محرومو سیمو کې د روغتیايي او تغذیوي خدمتونو د پراختیا هوکړهلیک لاسلیک شو
د عامې روغتیا وزارت له لوري د نیمروز ولایت په محرومو سیمو کې د لومړنیو روغتیايي او کیفیت لرونکو، هر اړخیزو تغذیوي خدمتونو ته د لاسرسي ښه والي په موخه له Medecins du Monde France-MdM-F مؤسسې سره د (۹۹۲۴۶۰) نهه سوه دوه نوي زره څلور سوه شپیېته ډالرو په ارزښت هوکړه لیک لاسليک شو
دا هوکړه لیک د روغتيايي خدمتونو کيفيت لوړولو، لاسرسي زياتولو او د ولس روغتيايي ستونزو کمولو په موخه د ۷ میاشتو لپاره لاسليک شو، چې له مخې به یې د ۵ روغتيايي مرکزونو له لارې د یاد ولایت (۳۷۱۲۷) تنه اوسېدونکي له روغتیايي خدماتو برخمن او (۲۰) تنو ته به روغتیايي برخه کې د کار زمینه برابره شي.
بل لور، د MdM-F مؤسسې استازو هم ډاډ څرګند کړ، چې ياده پروژه به د ۷ میاشتو په ترڅ کې له ټولو ټاکل شويو معيارونو سره سمه پلي کړي او د خلکو روغتيايي اړتیاوو پوره کولو ته به ځانګړې پاملرنه کوي.
