د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار کې یو روغتیايي مرکز جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
یاد روغتیايي مرکز د عامې روغتیا وزارت له لوري د UNHCR مؤسسې په همکارۍ او د جاپان هېواد په مالي مرسته د ۱۵۷ زره ۳۳۵ ډالرو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې په مرسته به یې نږدې ۹ زره تنو ته په ۲۴ ساعته توګه روغتیايي خدمات وړاندې کېږي.