د هرات سیمه ییز روغتون کې (۲۷۲) روغتیايي کارکوونکو ته بېلابېلو برخو کې روزنیر ټرینینګ ورکړل شو
د عامې روغتیا وزارت د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري هرات سیمه ییز روغتون کې د زون په سطحه (۲۷۲) روغتیايي کارکوونکو ته بېلابېلو برخو کې روزنیر ټرینینګ ورکړل شو.
یاد ټریننګ کې ګډونوالو ته د رهبرۍ مدیریت، مالي او حسابي، تدارکات، ډیټابیس، د کارکوونکو د ارزیابۍ اجرأت او (Infection prevention Control) برخو کې د عامې روغتیا وزارت د مجربو استادانو له لوري عملي او نظري زده کړې ورکړل شوې.
د یادونې ده چې دغه روزنیزه لړۍ به د هېواد نورو زونونو ته هم وغځول شي.