د هېواد د ولایتونو او زونونو په تخصصي روغتونونو کې د اکمال تخصص برنامې د OSCE تقریري ازموینې اخیستلو پروسه پای ته ورسېده

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۵:۵۸
moph

دا ازموینه د عامې روغتیا وزارت د حکم سره سم د یوې شفافې پروسې په ترڅ کې د اکمال تخصص برنامې د ولایتي روغتونونو د استادانو، د ازموینو ولایتي کمېټې او ټاکل شوي هیئت په شتون کې د حمل میاشتې په ۳۰مه، ۲۹مه او ۳۱مه نېټه په اکمال تخصص برنامه کې د شاملو ټریني ډاکټرانو څخه واخیستل شوه، ترڅو د هېواد روغتونونو ته وړ طبي متخصصین وړاندې شي.

په دې ازموینه کې د کندهار، هرات، بلخ او ننګرهار زونونو او د پروان، خوست، هلمند، تخار او بدخشان ولایتونو له تخصصي روغتونونو څخه ټریني ډاکټرانو ګډون کړی و.

ټاکل شوې د مرکز په تخصصي روغتونونو کې هم د دې ازموینې اخیستلو پروسه د ۶/۲/۱۴۰۴ نېټې څخه پیل شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS