د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت پیل شوې لړۍ دوام لري

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۶ - ۱۱:۱۷
MOPH

د نظارت یاده لړۍ د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري پیل شوې ده، چې موخه یې د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي ډاکټرانو، نرسانو او نورو روغتیایي کارکوونکو شتون، د فعالیت تنظیم، تحصیلي اسنادو، جوازونو او د اقامت سندونو څېړل دي، چې د سرغړونو په صورت کې به قانوني اقدامات تر سره کېږي.

د نظارتونو یاده لړۍ چې څه موده وړاندې پیل شوې ده، پر دوام یې له هندوستان طبي لابراتوار، د بستر ځوان معالجوي، نګین آسیا، ساجد بارکزي، مکروریان، صفا مروا اماني، مسلم، غازي محمد عثمان، او حنظله روغتونونو څخه نظارت ترسره شو، چې پایله کې یې حنظله روغتون د روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې او جواز نه شتون له امله وتړل شو او اړوندو مسؤلینو ته د باکیفیته تخصصي او معیاري خدماتو وړاندې کولو په موخه لازمې سپارښتنې وشوې؛ ترڅو د هېواد په کچه د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ناروغانو ته لازم روغتیایي خدمات وړاندې شي.

د یادونې وړ ده، چې دغه نظارتي بهیر به ډېر ژر د هېواد په نورو ولایتونو کې هم د روغتیایي قوانیو د تطبیق په موخه عملي شي او د مسؤلینو له لوري به له سرغړونکو سره قانوني چلند ترسره کېږي؛ څو د خصوصي روغتیايي مرکزونو فعالیتونه د عامې روغتیا وزارت له پالیسۍ سره سم ترسره او د خلکو روغتیا خوندي شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS