د هېواد ټولو ولایاتو ته د 500 پایې وینټېلېټرونو د وېش لړۍ پیل شوه
![د هېواد ټولو ولایاتو ته د 500 پایې وینټېلېټرونو د وېش لړۍ پیل شوه](/sites/default/files/2020-07/3213100.jpg)
د عامې روغتیا وزارت نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني تر لارښوونې لاندې، نن د هېواد ټولو ولایتونو ته د 500 پایې وینټېلېټرونو د وېش پروسه د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شوه.
دا دستګاه وې د عامې روغتیا وزارت له بودیجې د کوویډ - 19 ناروغانو درملنې لپاره پیرودل شوي، چې 106 پايې یې نن د کابل، پنجشیر، کاپیسا، پروان، لوګر، میدان وردګ، بامیان، دایکندي او غزني ولایتونو ته ووېشل شو.
د عامې روغتیا نوماند وزیر ډاکټر احمد جواد عثماني وویل: " نوي پېرودل شوي وسایل د کورونا ویروس سره د مبارزې برخه کې یو نېک اقدام دی، چې د دې وسایلو د وېش پروسه نن په رسمي ډول پیل شوه. ټاکل شوې ده چې دا ټول وینټېلېټرونه له اساسي توکو سره جوخت د اړتیا په اساس ټولو ولایتونو ته په شفاف ډول ووېشل شي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر وویل: چې په پلازمینه او ولایتونو کې یو شمېر روغتیایي کارکونکي روزل شوي، ترڅو د وینټیلیټرونو د ښه استعمال برخه کې کار وکړي، د یادونې وړ چې په ترکیه کې روزل شوي درې بایو میډیکل انجنیران هم د دې پروسې د ښه وړاندې کولو برخه کې استخدام شوي.
د عامې روغتیا نوماند وزیر د روغتیا په سکتور کې د فساد پر وړاندې یو ځل بیا په مبارزه ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې تر دې دمه موږ د فساد ډېری قضیې د لوی څارنوالۍ ته راجع کړې، چې ټولې یې د لوی څارنوالۍ لخوا څېړل کېږي.
هغه همدا ډول د هېواد په روغتونونو کې، د ناروغانو درملنې او پاملرنې لپاره د وارډونو رامینځته کولو یادونه وکړه، ټینګار یې وکړ چې په روغتونونو کې د وارډونو رامینځته کول نه یواځې د اضافي لګښتونو مخه نیسي؛ سربیره پردې، په ټولو روغتونونو کې د کورونا ناروغانو درملنه او پاملرنه چمتو شوې.
له بلې خوا، ډاکټر عثماني د واده د هوټلونو او حوضونو پرانیستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او و یې ویل چې د کورونا ویروس خطر لاهم په هېواد کې شتون لري او خلک یې باید له پامه ونه غورځوي.