د ټولنې روغتیايي رضاکارانو ملي ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه

akbari_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۸ - ۹:۲۷
از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیايي رضاکارانو ملي ورځ '' د ټولنې روغتیايي رضاکاران د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو د لومړۍ کرښې کارکوونکي دي'' تر شعار لاندې د یوې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال الحاج حبیب الله اخندزاده حامد د ټولنې روغتیايي رضاکارانو فعالیتونه وستایل او روغتیايي رضا کاران یې هغه اتلان وبلل، چې د هېواد په لرې پرتو سیمو او کلیو کې د روغتیا په برخه کې کار کوي.

همداراز د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت توانیدلی دی، چې د هېواد په 34 ولایتونو کې 30 زره روغتیايي رضاکاران و روزي؛ تر څو د مېندو او ماشومانو لپاره لومړني روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، په هېواد کې د ۵۴۹ روغتیايي ځالو، چې ۱۰۵ یې دا مهال فعالیت تر سره کوي او پاتې روغتیايي ځالې به په راتلونکې کال کې په فعالیت پیل وکړي.

د یادونې وړ ده، چې روغتیايي زده کړې، لومړنۍ روغتیايي مرستې، د نري رنځ د درملنې سیستم څارل، په ټولنه کې د کورني روغتیايي خدمتونو چمتو کول او د واکسینونو په ملي کمپاین کې ګډون د روغتیايي رضاکارانو ځانګړې دندې دي، چې د روغتيايي خدمتونو د کيفيت په لوړولو او د هېواد د روغتيايي سيستم په پياوړتيا کې يې ستر رول لوبولى دى

از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

از روز ملی کارکنان صحی جامعه گرامی داشت به عمل آمد

 

 

 

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د جوزجان په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د عاجل روغتیايي خدماتو څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د افغانستان اسلامي امارت عامې روغتیا وزارت له لوري د جوزجان په ۲۰۰ بستریز ولایتي روغتون کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د عاجل روغتیايي خدماتو څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۳۰
Background image

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال د تخار ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده تخار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د تخار ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

د مالي او اداري چارو مرستیال په دې. . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۴ - ۱۵:۲۵
Background image

ډاکټر مسعود احمدي د تخار ولایت عامې روغتیا رییس په توګه وګمارل شو

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده  تغیر او تبدیل او له احکامو پیروی د نظام اصل یاد کړ او په همدې موخه یې. . .

BACK TO NEWS