د پروان ولایتي تخصصي روغتون څخه د اکمال تخصص برنامې د تطبیق په موخه نظارت ترسره شو

د ولایتي تخصصي روغتونونو څخه د پرلپسې نظارتونو په لړ کې چې موخه یې په تخصصي برنامو کې ستونزو ته رسېدنه، په روغتونونو کې د یادې برنامې د ځانګړي کریکولم پلي کول او د تخصصي برنامو بډایه کول دي، دا ځل د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي ریاست نظارتي ټیم د پروان ولایتي روغتون څخه لیدنه ترسره کړه.
په دې لیدنه کې چې د پروان ولایتي روغتون رئیس یې هم ملتیا کوله د اکمال تخصص ریاست نظارتي ټیم د یاد روغتون د عمومي جراحي، نسائی ولادي، ماشومانو داخلې، لابراتوار او جدي پاملرنې خونو څخه لیدنه ترسره کړه.
د یاد نظارت موخه د اکمال تخصص برنامې معیاري کول او په دې برنامه کې شته ستونزو ته رسېدنه ده؛ ترڅو د اکمال تخصص برنامې د معیاري کولو او ټولنې ته د روزل شویو متخصصینو په وړاندې کولو سره هېوادوالو ته معیاري روغتیايي خدمات وړاندې شي.