د پنجشیر ولایت په مرکزي روغتون کې د پنځو میلیونو افغانیو په ارزښت د عاجل څانګې پرانیسته ترسره او په عصري تجهیزاتو سمبال ډیجیټل ایکسری خدمتونه فعال شول

د پنجشیر والي حافظ محمد آغا حکیم وویل: «دا لومړی ځل دی چې پنجشیر ولایت په یو معیاري روغتیایي مرکز سمبالیږي او زیاته یې کړه، تر دې وړاندې ډېری ناروغان کابل او ګاونډیو ولایتونو ته تلل، خو د دغه مرکز په جوړېدو سره به د ناروغانو انتقال نورو ولایتونو ته کم شي.»
همدارنګه، د پنجشیر د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو وویل، چې په دغه مرکز کې موجود تجهیزات له نړیوالو معیارونو سره سم دي او ناروغانو ته به په کې روغتیایي خدمتونه وړیا وړاندې کېږي.