د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي تخنیکي کارکوونکو ته درې ورځنی ورکشاپ ترسره شو
د افغانستان اسلامي امارت د پولیو د له منځه وړلو بېړني عملیاتي مرکز د واکسیناسیون ملي پروګرام او کتلوي معافیت تخنیکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه د ساحوي ایپیدیمیولوژي اړوند، درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو
یاد ورکشاپ د عامې روغتیا وزارت اړوند، د عامه روغتیايي زده کړو ریاست او د افغانستان د روغتیا ملي انسټېټیوټ د تخنیکي او متخصصو استادانو له لوري د EMPHNET ادارې په همکارۍ په افغانستان کې د ساحوي ایپیدیمیولوژي د پنځه میاشتني لومړني پروګرام د تخنیکي او علمي ظرفیت لوړولو په موخه، چې د لومړي ځل لپاره به په نېږدې راتلونکي کې پیل شي د هېواد د ټولو زونونو ۱۲ ولایتونو د پولیو د له منځه وړلو او کتلوي معافیت څانګو ۲۱ تنه تخنیکي کارکوونکو ته په عملي او نظري بڼه ترسره شو.