د پولیو له منځه وړلو ملي بېړني عملیاتي مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي ننګرهار ولایت ته سفر تر سره کړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱/۲ - ۱۰:۴۲
moph

یاد سفر چې موخه یې د پولیو ناروغۍ مخنیوي برخه کې د افغانستان ژمنتيا او هوډ لا پیاوړی کول دي، په کې د یاد مرکز رئیس، ډاکټر عبدالقدوس بریالي سیمه‌ ییزو ټیمونو سره ولیدل او په دغه مهم مسؤلیت کې یې د هغوی د رول پر ارزښت ټینګار وکړ.

نوموړي رئیس دغه راز، د کلسترونو څارونکو او همغږي کوونکو لپاره د خپل‌ منځي اړیکو (IPC) او ساړه ځنځیر اړوند جوړو شویو روزنیزو پروګرامونو کې هم ګډون وکړ، چې موخه یې د واکسین د تطبیق لا اغېزمنتیا، د ولسونو باور زیاتول، د واکسین خوندي ساتلو بهیر لا پياوړی کول او په سیمه کې د ځانګړو ستونزو حل و.

د دې ترڅنګ د لومړۍ کرښې له کار کوونکو غوښتنه وشوه، چې هر ماشوم ته واکسین ورسوي، ځکه چې هېواد کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي برخه کې د هغوی ژمنتیا خورا مهمه ده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱/۹ - ۱۱:۳۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت اکمال تخصص لوی ریاست له لوري په لومړي ځل(۹۵) تنو ټریني ډاکټرانو ته د ریسرچ میتودولوژي روزنیز ورکشاپ ورکړل شو

یاد روزنیز ورکشاپ لومړی د عاجل ابن سینا او ملالۍ روغتون ټریني ډاکټرانو ته د څېړنیزو مهارتونو لوړولو، د علمي څېړنې اصولو ته د لا زیاتې پاملرنې، او د شواهدو پر بنسټ طبي څېړنو ته د هڅونې. . .

BACK TO NEWS