د پولیو ناروغۍ د ارزونې او همغږۍ کلنۍ غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد، د ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو د رئیسانو، د پولیو ادارې استازو، د نړیوال روغتیايي سازمان استازو او ګڼ شمېر روغتیا پالانو په شتون کې ترسره شوه.
د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي ډاکټر قلندر عباد پولیو ناروغي د افغانستان لپاره یو ستر ګواښ یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د عامې روغتیا وزارت د یادې ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي اړوند د روغتیا نړیوال سازمان، بېلګیټس بنسټ او ورته نورو بنسټونو له استازو سره غونډې او بحثونه ترسره کړي دي.
د عامې روغتیا وزیر همداراز زیاته کړه، چې د اسلامې امارت په راتګ سره د لومړي ځل لپاره موږ په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ زیږدیز کلونو کې په ټول هېواد کې د پولیو ناروغۍ يواځې ۸ مثبتې پېښې لرلې ، چې دا د پولیو د پېښو په کنټرول او مخنیوي کې یوه ستره لاسته راوړنه ده.
ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، موږ ژمن یو چې د هېواد ګوډ ګوډ ته د معیاري روغتیايي خدمتونو د رسولو تر څنګ د هېواد ټولو ماشومانو ته د پولیو واکسین رسولو کې مرسته وکړو؛ تر څو په هېواد کې په بشپړ ډول د پولیو ویروسي ناروغۍ له مینځه یوسو او د دې ناوړه ناروغۍ څخه پاک افغانستان ولرو.
د عامې روغتیا وزیر ۲۰۲۴ زیږدیز کال د پولیو ناروغۍ د له مینځه تلو او کنټرول لپاره وروستی کال یاد کړ او ویې ویل، چې د عامې روغتیا وزارت د خپلو شریکانو سره یو ځای په پلان کې لري، چې د روان ۲۰۲۴ زیږدیز کال په ترڅ کې په ټول هیواد کې د پولیو واکسین د تطبیق څلور کمپاینونه ترسره کړي.