د پکتیا ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې د یو روغتون پرانیسته تر سره شوه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۱ - ۱۴:۲۴
MOPH

د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پکتیا ولایت ته د سفر په ترڅ کې په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نږدې د ۵٦ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی شهید حبیب الرحمن روغتون پرانیست.

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر، ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني، د یو شمېر نورو امارتي ادارو مسؤلینو او سیمه ییزو مشرانو هم شتون درلود، چې د لمړي ځل لپاره د پکتیا ولایت ځاځي اریوب ولسوالۍ په یوه لرې پرته سیمه (سرګل کلي) کې د یو افغان حاجي سلیمان صالح د کورنۍ په شخصي لګښت یو روغتون جوړ، پر تجهیزاتو سمبال او پرانیسته یې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د یادې سیمې اوسېدونکو ته د مبارکۍ ترڅنګ دا کړنه په سیمه کې د ولسونو د هوساینې لپاره یو ستر نوښت، اړین ګام او د روغتیا په برخه کې یې د بدلون زېری وباله، چې په مرسته به یې د ولسونو لپاره په بې ساري توګه روغتیايي خدمات وړاندې شي.

ښاغلي وزیر، د ولسونو لپاره د اساسي پروژو د تکمیل په برخه کې د اسلامي امارت د ښکاره هڅو او کوښښونو څخه یادونه وکړه، چې له ډلې یې د  یو افغان له لوري د دې روغتیايي مرکز جوړول وو.

نوموړي همداراز د یاد روغتون د جوړېدو په موخه د حاجي سلیمان صالح د کورنۍ څخه د مننې سربېره  زیاته کړه اسلامي امارت ژمن دی، چې د وطن د ابادۍ، هېوادوالو ته د اسانتیاوو برابرېدو او د هېواد د رغونې په برخه کې د هر خیریه فعالیت ملاتړ وکړي.

له بل لوري د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر، ښاغلي الحاج خلیل الرحمن حقاني هم یاده کړنه وستایله او ویې ویل، لومړی ځل دی چې په داسې لرې پرته سیمه کې د پکتیا ولسونو ته کار  کېږې او دا یې د هېوادوالو لپاره د اسانتیاوو برابرېدو برخه کې یوه ستره لاسته راوړنه یاده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS