د پکتیکا ولایت عامې روغتیا رياست لپاره نوی رئيس معرفي شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۹:۲۲
moph

د عامې روغتیا وزارت د مقام په وړاندیز او د ریاست‌الوزراء عالي مقام د حکم له منظورۍ وروسته ښاغلی میرزا علي خان د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا رئیس په توګه وټاکل شو.

نوموړی د عامې روغتیا وزارت د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له لوري د یاد ولایت مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.

د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو مرستيال تغير او تبديل د اسلامي نظام اصل وباله او ټینګار یې وکړ، چې د ولس د  ستونزو حل، د خدمتونو ښه والي او د روغتیا برخې د پياوړتيا لپاره دې لا هڅې وشي.

ښاغلي مرستيال همدارنګه، د پکتیکا ولایت له روغتیايي کارکوونکو وغوښتل، چې له نوي رئیس سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي؛ څو چارې په ښه توګه پرمخ ولاړې شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۵:۳۰
Background image

د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکل شوه

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په ننګرهار ولایت کې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي او کنټرول په موخه ځانګړې کمېټه وټاکله.

د دې کمېټې د ټاکلو موخه د ډینګي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي پلاوي د دې وزارت د نقلیه وسایطو ارزونې په موخه يو شمېر ولایتونو ته سفر تر سره کړ

د عامې روغتیا وزارت د رهبرۍ په لارښوونه د دې وزارت د ترانسپورټ امر، ثابت‌ الله صدیقي په مشرۍ درې کسیز تخنیکي پلاوي د دې وزارت نقلیه وسایطو د وضعیت ارزونې په موخه بدخشان، تخار، کندز،. . .

BACK TO NEWS