د ښځو پر وړاندې د تاو تریخوالي مسلې زیانمنو روغتیایي وضعیت څرنګوالی تر بحث لاندې ونیول شو
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل، د ښځو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ معینې مېرمن سپوژمۍ وردګ سره د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي د قربانيانو د وضعیت په اړه د خپل کار په دفتر کې خبرې وکړې.
په دې ناسته کې مېرمن وردګ د عامې روغتیا وزارت له رهبرۍ وغوښتل چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره ځانګړي روغتیایي کارتونه جوړ او توزیع کړي، په مرکز او ولایتونو کې زیانمنو ته دولتي او خصوصي روغتیایي مرکزونو کې تخفیف ورکول، له زیانمنو سره د روغتیایي پرسونل ښه چلند، د عامې روغتیا، ښځو چارو، کورنیو چارو، سره میاشت او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ د پنځه اړخیزه تفاهم نامې لاسلیک سره د ښځو چارو وزارت سره دې همکاري وکړي.
ډاکټر نورمل د ښځو چارو وزارت وړاندیزونو تر اورېدو وروسته روغتیایي مسؤلینو ته لارښوونه وکړه چې د یاد شویو مواردو د حل په موخه دې جدي اقدامات وکړي.
سربېره پردې، د عامې روغتیا وزارت معین ژمنه وکړه چې د عامې روغتیا وزارت مسؤل دی څو د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي قربانيانو روغتیايي وضعیت ته د لاسرسي په اړه جدي او عملي اقدامات وکړي.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د مېرمنو پر وړاندې د تاوتریخوالي قربانيانو روغتیايي وضعیت ته د لاسرسي په اړه د عامې روغتیا وزارت د اوږد مهاله پالیسیو او ستراتیژیو جوړ ول په پام کې لري او په دې برخه کې هڅې دوام لري.