د کابل ولایت په بهارستان سیمه کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۰:۱۵
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په بهارستان سیمه کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه د نرخونو د کنټرول، احتکار او انحصار مخنیوي، د کیفیت خوندیتوب او روغتیایي قوانینو د تطبیق په موخه نظارت ترسره شو، چې په ترڅ کې یې دوه درملتونونه د درملو لوړ قیمت پلور او روغتیایي قوانینو څخه د سرغړونې له امله وتړل شول.

د درملو، روغتیایي محصولاتو او خوراکي توکو د څارنې او پلټنې رئیس، ډاکټر محمد اقبال حماد وویل: (له هغې وروسته چې له پاکستان څخه د درملو واردول منع اعلان شول، په ځینو درملتونونو او عمده پلورنځیو کې په خپل سري ډول د درملو بیې لوړې او د درملو ځینو پلورونکو احتکار ته مخه کړې ده، نو په همدې اساس د څارنې او پلټنې مسؤلینو په منظم ډول نظارتونه پیل کړي دي؛ ترڅو هېوادوال درمل په عادلانه بیو او منل شوي کیفیت سره تر لاسه، نرخونو کنټرول او د احتکار مخه ونیول شي).

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۹
Background image

د جوزجان ولایت د روغتیايي مرکزونو د وضعیت ارزونه ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر تر سره کړ.

د دې سفر په ترڅ کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

جوزجان ولایت له يو شمېر روغتیايي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د فیض‌اباد ولسوالۍ له CHC روغتيايي مرکز، د اقچې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۱
Background image

د جوزجان ولایت له خصوصي روغتونونو څخه نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي قوانینو د تطبیق او پلټنې رئیس، مولوي محمودالله زاهد او مل تخنیکي پلاوي د روغتیايي وضعیت ارزونې په موخه د جوزجان ولایت له یو شمېر خصوصي روغتونونو څخه یې. . .

BACK TO NEWS