د کاپیسا ولایت له روغتیايي مرکزونو څخه د مالي او اداري مرستیال لیدنه
د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تګاب، نجراب ولسواليو او کاپیسا ولايت له روغتیايي مرکزونو څخه لیدنه وکړه او په دغه ولایت کې یې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کول له نږدې وڅیړل.
دمالي او اداري مرستيال په دغه ولايت کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول دقناعت وړ وبلل او د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې يې له روغتيايي کارکوونکو څخه مننه وکړه .
مولوي صاحبزاده وويل: چې د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته يې د سفر موخه د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو ارزونه او په دغه ولايت کې د شته روغتيايي ننګونو حل کول دي.