د کندز ولایت په حوزوي روغتون کې د کتلوي معافیت حوزوي تعمیر او د تشخیصیه لابراتوار پرانیسته وشوه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۴/۱۱ - ۱۱:۳۲
 MOPH

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني له لوري کندز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت په حوزوي روغتون کې د کتلوي معافیت حوزوي تعمیر او د ریفرینس تشخیصیه لابراتوار پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

یادې دوه پروژې د ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوي، چې عصري او معیاري طبي تجهیزات لري.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال په کندز ولایت کې د دغه روغتیايي پروژو پرانیسته د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، روغتیايي خدماتو معیاري کولو او د ناروغانو روغتیایي ستونزو د حل په برخه کې یو اړین ګام وباله او ویې ویل، د ا.ا.ا رهبري او د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي؛ ترڅو ټولو هېوادوالو ته د غوره درملنې په موخه اسانتیاوې برابرې کړي او په دې برخه کې هڅې روانې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۲۲
Background image

خوست او دایکندي ولایتونو کې د درملو او خوراکي توکو له یو شمېر عمده پلورنځيو څخه نظارت تر سره شو

دغه نظارت چې د یادو ولایتونو د عامې روغتیا مسؤلینو له لوري تر سره شو، پایله کې دایکندي ولایت کې ۱۵ قلمه له نېټې تېر درمل راټول او خوست ولایت کې یو کتنځای د قانوني اسنادو نه شتون او د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
Background image

د سرپل ولایت سنچارک ولسوالۍ د عمومي روغتون (GH) جوړولو د آفر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست د پلان ګذارۍ او برنامه ریزۍ رئیس ډاکتر عبدالستار صحت، د تدارکاتو، مالي او حسابي، اداري او پلان او پالیسۍ ریاستونو او  ۱۰ ودانیز. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۰:۳۹
Background image

ارزګان، ننګرهار او خوست ولایتونو کې له یو شمېر درملتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د یادو ولایتونو د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له‌ لوري ترسره شو، چې پایله کې یې ارزګان ولایت کې ۱۱ قلمه له نېټې تېر درمل راټول شول، ننګرهار ولایت کې دوه درملتونونه د ډاکټر له. . .

BACK TO NEWS