د کندز ښار شنې تپې لېسې له ښوونکو او زدهکوونکو سره د نشه يي توکو د مخنیوي او عامه پوهاوي په موخه ناسته تر سره شوه
یاده ناسته د کندز ولایت د روږدو درملنې ۸۰ بستریز روغتون د نشه يي توکو د درملنې او پوهاوي مسؤلینو له لوري د دغه ښوونځي له یو شمېر ښوونکو او زده کوونکو سره تر سره شوه، چې د پوهاوي پر اهمیت، د سالم راتلونکي په جوړولو کې د ځوانانو پر رول، د روږدیتوب د مخنیوي پر ارزښت، د روږدیتوب لاملونو، د نشه یي توکو مخنیوي برخه کې د کورنیو او ملګرو رول، د ټولنیز لید له مخې د خطرونو پر وړاندې د مبارزې لارو چارو او پر ټولنې باندې د روږدیتوب د منفي اغېزو په اړه بحث او خبرې تر سره شوې.
همداراز، په دې ناسته کې ښوونکو ته سپارښتنه وشوه، چې د نشه یي توکو د کارونې له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو او ناوړه پایلو په اړه زده کوونکو ته هر اړخیز معلومات ورکړي او په دې برخه کې خپل مسؤلیت اداء کړي.
دغه راز، د یادې لېسې مسؤلینو او ښوونکو د دغه ډول پروګرامونو له جوړېدو څخه هرکلی وکړ، دا پروګرامونه یې د نشه يي توکو په مخنیوي کې اغېزمن وبلل او په دې برخه کې یې د خپلو مسؤلیتونو د اداء کېدو ډاډ څرګند کړ.
