د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې وارزول شوې
![د کورونا ویروس درېیمې څپې سره د مبارزې لپاره د روغتیایي ادارو کړنې وارزول شوې](/sites/default/files/2021-05/189343643_1361216887580820_4000185530495985789_n.jpg)
یکشنبه، غبرګولی ۲/۱۴۰۰
د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح، نن د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیایي ادارو کړنې وارزولې.
په دې ناسته کې، د تخنیکي کمېټو مسؤولینو او د عامې روغتیا یو شمېر ولایتي ریاستونو د کورونا ویروس درېیمې څپې پر وړاندې د مبارزې په اړه خپلې کړنې، ستونزې او وړاندیزونه وړاندې کړل.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست، د روغتیایي ادارو کړنو د بیاکتنې پرمهال اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه چې د کورونا ویروس پروړاندې د مبارزې برخه کې د روغتیایي مرکزونو د تجهیز او د شته ستونزو د حل په پار اړین اقدامات وکړي.
هغه همدارنګه د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د یو شمېر پلي کوونکو مؤسسو د کاري چارو په ترسره کولو کې د دوی د کم کارۍ په اړه نا رضایتي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ هغه مؤسسې چې د خپلو تړونونو مطابق عمل ونه کړي د دوی تړون به لغوه شي.
ډاکتر مجروح، یو ټیم ته دنده وسپارله ترڅو د کورونا ویروس برخه کې د کندهار ولایت روغتیایي وضعیت له نږدې وارزوي او د دوی ستونزو ته دې لاسرسی وکړي.